د پاکستان ځانګړی استازی: موږ د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پرځای کېدلو هرکلی کوو

© Ministry of Foreign Affairs of Pakistanدرانی به عنوان فرستاده ای ویژه ای پاکستان برای افغانستان گماشته شد
درانی به عنوان فرستاده ای ویژه ای پاکستان برای افغانستان گماشته شد  - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 10.07.2023
عضو شوید
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د جنګیالیو د ځای پرځای کېدوپه اړه ویلي دي: تر اوسه لا د طالبانو* کړني په لومړي پړاوکې دي او باید د هغو پایلو ته انتظار وباسو.
اسپوتنیک د آماج نیوز له قوله لیکي، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پر ځای کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، که دا ځای په ځاییوشي، نو د دواړو هیوادونوپه پولو کې به د سولې لامل شي.
په کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي وويل: "که د پاکستان د طالبانو د تحریک انتقال واقعاً صورت ومومي او زموږ د پولو په اوږدو کې د سولې لامل شي، دا به يو مهم پرمختګ وي او موږ به يې هرکلى وکړو."
هغه د اسلام آباد د حکومت او د پاکستان د طالبانو تحریک ترمینځ د خبرواترو ځنډېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: "پاکستان د خبرو اترو چانس ختم کړی دی، د هغوی (تی تی پی) لپاره یوازینۍ لار تسلیمېدل او قانون سره مخامخ کېدل دي".
 ترور یکی از اعضای ارشد طالبان پاکستان در خاک افغانستان - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 20.06.2023
روزنامه نگار: تحریک طالبان پاکستان تهدیدی برای ثبات منطقه خواهد بود، حتی پس از جابجایی
دراني ویلي دي چې د پاکستان پوځي عملیاتو د پاکستان د طالبانو تحریک له هر ډول ځمکنۍ کنټرول څخه بې برخې کړي دي او په سرحدي سیمو کې د هغوی خوځښت ښيي چې هغوی اوس د افغان طالبانو* لپاره یو "مسؤلیت" ګرځېدلی دی.
د پاکستان د طالبانو تحریک، چې د پاکستاني طالبانو په نوم هم یادیږي، د افغان طالبانو* یو "نږدې متحد او یوه څانګه " ده او دا ډله د متحده ایالتونوله خوا د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала